يونېسف: د هغو افغان ماشومانو د خوارځواکۍ شمېر کم شوی چې بستري شوي دي

د افغانستان په يوه روغتون کې بستري خوارځواک ماشومان، ارشيف

د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو د صندوق يا یونېسف د تغذیې د برخې مسووله میلاني ګالوین وایي، د تېرې ډسمبر میاشتې په پرتله په جنوري میاشت کې په افغانستان کې پر حادې خوارځواکۍ اخته د هغو ماشومانو شمېر شل سلنه کم شوی چې بستري شوي دي.

نوموړې پرون په څو ټویټونو کې ویلي، دا په دې معنا نه‌ده چې په دې هېواد کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر کم شوی بلکې په ژمي کې چې هوا سړیږي او لارې بندیږي، میندې او پلرونه د تغذیې مرکزونو ته د خپلو ماشومانو په وړلو کې له ستونزو سره مخ وي.

هغې د یوې بلې ستونزې یادونه هم کړې او ویلي یې دي، په افغانستان کې پر ښځو د زیاتو شویو محدودیتونو له امله اکثره ښځې ویریږي یا ډاډه نه‌دي چې له خپلو ماشومانو سره د تغذیې مرکزونو ته لاړې شي.

یونېسف همدارنګه ویلي، د روان کال لپاره په افغانستان کې د ماشومانو د تغذیې په برخه کې د بشري مرستو لپاره ۱۸۶ ملیون ډالرو عاجلې مرستې ته اړتیا ده، ترڅو د نورو برخو ترڅنګ د حادې خوارځواکۍ په وړاندې د ۸۷۵ زره ماشومانو درملنه وکړي.