بدخشان کې نن سهار زلزله شوې

انځور - ارشيف

یوې زلزلې، چې شدت یې د ریښتر په حساب ۵ اعشاریه ۱ درجه و، نن سهار وختي د افغانستان بدخشان ولایت ولړزاوه.

د زلزله پېژندنې نړیوالې ادرې اټکل کوي چې، د دې زلزلې مرکز د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ په ۲۵ کیلومترۍ کې تر مځکې ۱۸۱ کیلومتره لاندې و.

د تاجکستان د بېړنیو شرایطو کمېټې ویلي چې، دې زلزلې د دغه هېواد د بدخشان ولایت هم لړزولی دی.