ترکيه او سوريه کې د زلزلې له امله د قربانيانو تازه شمېر ۵۱ زره تنه ښودل شوی

ترکيه کې د زلزلې د ويجاړۍ يو انځور

د ترکیې او سوریې د مرګونې زلزلې تازه شمېرې ښيي چې په دواړو هېوادونو کې په دې زلزله کې، چې یوه میاشت پخوا وشوه، تر ۵۱ زره ډېر کسان مړه شوي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سلوات پرون (شنبه) وویل، تر اوسه پورې په دغه هېواد کې د زلزلې له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۴۵ زره ۹۶۹ تنو ته رسېدلی دی.

د ښاغلي سلوات په وینا په دې کسانو کې هغه ټپیان هم شامل دي چې وروسته یې په روغتونونو کې سا پرې کړې ده.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر وايي، په مړو شویو کسانو کې ۴ زره ۲۶۷ تنه سوري کډوال هم شامل دي.

دغه ترګ چارواکي دا هم وویل چې یو ملیون او ۶۵۲ تنه، چې کورونه یې زلزلې نړولي، په خېمو کې اوسي او دوه ملیونه او ۱۴۵ زره تنه نورو ښارونو ته لېږدېدلي دي.

مخکې په سوریه کې د دې زلزلې له کبله د مړو شویو شمېر ۵ زره ۸۰۰ تنه اعلان شوی وو.