ترکیه: هڅه کوو له اوکراين د غلو د صادرات تړون تمديد کړو

له اوکراين د غلو صادرات، ارشيف

د اوکراین له څو بندرونو د غلو د صادراتو تړون تېر کال د ملګرو ملتونو او ترکیې په منځ‌ګړیتوب د روسیې او اوکراین تر منځ وشو.

دا تړون د مارچ تر اتلسمې د اعتبار وړ دی خو د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اغلو نن په انقره کې ویلي چې، هڅه کوي د تړون موده وغځوي.

روسیې تېر کال اجازه ورکړه چې، د اوکراین له دریو بندرونو غلې بهر صادرې شي.

اوس یې د تورې بحیرې د غلو د صادراتو د تړون لپاره دا شرط اېښی چې د روسیې غله جات هم په پام کې ونیول شي.