راپورونه: د اوکراین د ختیځ ښار باخموت اوسېدونکي له دې ښاره تښتېدلي

د باخموت په ښار کې اوکرايني سرتېري

دا وروسته له هغه پېښ شول چې روسي ځواکونو د اوکراین له ختیځه د تېښتې په ټولو لارو باندې بریدونه پیل کړل.

کیف وویل، که څه هم د اوکراین مدافعینو د څو بریدونو دفاع کړې خو، نور وضعیت د دوی لپاره ستونزمن و.

اوکرایني ځواکونو پرون شنبه د مارچ په ۴مه اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته وویل چې، د روسیې د بریدونو په پایله کې یوه ښځه وژل شوې او دوه نارینه سخت ټپیان شوي دي.

د ځواکونو په وينا، يادو درېيو تنو هڅه کوله، چې د بخموت له يوه پله څخه تېر شي، چې په نښه شول.

د واګنر روسي جګړه مارانو ویلي چې دا ښار تقریباً تر محاصرې لاندې دی.