اروپايي ټولنې پر چین د بندیزولو لګولو خبرداری ورکړ

د اروپايي ټولنې بیرغ

د اروپایي ټولنې یوه جګپوړي چارواکي پرون وویل، دا ورته ته سره کرښه ده که چېرته چین روسیې ته وسلې ورکړي او خبرداری یې ورکړ چې په ځواب کې به اروپایي ټولنه پر چین بندیزونه ولګوي.

تر دې یوه ورځ مخکې د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ پېکنګ ته خبرداری ورکړی و چې ماسکو ته د اوکراین د جګړې لپاره وسلې ورنه کړي.

شولڅ د جرمني پارلمان ته د خبرو پرمهال پر چین غږ کړی و چې تېري کوونکې روسیې ته دې وسلې نه ورکوي.

چین ویلي دي چې روسیې ته د وسلو د ورکولو نیت نه لري.