د شپږ اعشاریه نهه ریښتر په کچه زلزلې د نیوزیلنډ کرمادیک ټاپوګان لړزولي

ارشیف

د شپږ اعشاریه نهه ریښتر په کچه زلزلې نن د نیوزیلنډ کرمادیک ټاپوګان ولړزول.

د دې زلزلې مرکز یوسل او دوه پنځوس کیلومتره ژور و.

د امریکا د متحد ایالتونو د څونامي د خبرتیا سیستم ویلي چې تر دې زلزلې وروسته د څونامي خطر نه دی رامنځته شوی.