امریکا له افغان کډوالو په روان چلند له پاکستاني حکومت سره خبرې کوي

د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس

د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وايي، په پاکستان کې له افغان کډوالو په روان چلند له پاکستاني حکومت سره خبرې کوي.

د دې وزارت ویاند نېډ پرایس پرون په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د نامناسبې رویې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، متحده‌ایالات په دې اړه له پاکستاني لوري سره په منظم ډول د خبرو په حال کې دي.

پرایس له ټولو هېوادونو وغوښتل چې له افغانانو سره د کډوالۍ د نړیوالو اصولو پر بنسټ مناسب چلند وکړي او دوی که هر ځای وي، د ځورولو او شکنجې یې لاس واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې همدا اوس د پاکستان په زندانونو کې سلګونه افغانان چې ښځې او ماشومان هم په کې شته، بندیان دي.