د افغانستان بانک ۱۶ میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک

د افغانستان بانک نن شپاړس میلیونه ډالر لیلاموي.

د بانک د چارواکو په وینا دا هڅه د دې لپاره کوي چې د افغانۍ ارزښت د نورو اسعارو پر وړاندې په نسبي ډول ثابت پاتې شي.

دې بانک له صرافانو او تجارتي بانکونو څخه غوښتې دي چې د دې ډالرو د لیلام په داوطلبي کې برخه واخلي.

د افغانستان بانک نږدې هره اونۍ تر لس میلیونه ډېر ډالر لیلاموي، خو وروستی ځل یې درې ورځې مخکې اوولس میلیونه ډالر لیلام کړل.

د کابل په شهزاده سرای کې تېر ماښام یو امریکایي ډالر په څه باندې نهه اتیا افغانیو تبادله شو.