اوکراين کې يو روسي پيلوټ په ۱۲کاله بند محکوم شوی

د اوکراين محکمې نښان

په اوکراین کې یوې محکمې د روسیې د هوايي ځواکونو یو پیلوټ د جنګي قوانینو د سرغړونې په تور په دولس کاله بند محکوم کړ.

د اوکراین د لوی څارنوالی دفتر نن وویل، الکسي لوبودا په ۲۰۲۲ کال د خارکیف په سیمه کې پر ملکې هدفونو بمبارۍ کړې وې او یو مرکز یې، چې د نظامي فعالیتونو لپاره نه کارول کېده، ویشتلی و.

دغه روسي پیلوټ وروسته له هغې ونیول شو چې الوتکه يې د اوکرایني ځواکونو له‌خوا راوغورځول شوه.