د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي د ایران له لوړ پوړو چارواکو سره د کنتې لپاره تهران ته سفر کوي.
دغه سفر د ایران له لوري د درې اتیا سلنه یورانیم د غني کولو پر سر د بحثونو له راپورته کېدو وروسته ترسره کېږي.
د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د هغه راپور پر بنسټ چې رویټرز ورکړی دی، د ایران په اټومي تاسیساتو کې تر درې اتیا سلنه د غني شویو یورانیمو موندنه ښيي چې ایران د اټومي وسلو جوړولو ته نږدې شوی دی.
د ایران د دولتي رسنیو پر بنسټ، د ایران د اټومي انرژۍ ادارې رئیس په روانه اوونۍ کې ویلی و، دې هېواد تر شپېته سلنې پورې یورانیم غني کړي دي.