د بښنې نړيوال سازمان: افغانستان کې د بشري حقونو څېړلو لپاره دې مېکانيزم جوړ شي

کابل کې د مېرمنو لاريون چې طالبان يې د تک و پرک کولو هڅه کوي، ارشيف

د بښنې نړیوال سازمان د ملګروملتونو د بشري حقونو له شورا غوښتي چې، په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د څېړنو یو خپلواک مېکانیزم رامنځته او له حساب کتابه د طالبانو معافیت ختم کړي.

ایمنسټي انټرنيشنل په یوه بیان کې چې نن خپور شو په تېر څه باندې یونیم کال کې په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونو ته د اشارې په ترڅ کې ویلي چې، د دې مېکانیزم ماموریت باید د نړیوالو قوانینو پر اساس د بشري جنایتونو د ادعاو په اړه د حقایقو موندل وي.

ياد سازمان ويلي، په دې سره به احتمالي سرغړوونکي په نښه او د نړیوالو محاکمو لپاره شواهد راټول، خوندي او تحلیل کړي.

د بښنې نړیوال سازمان وړاندیز کوي چې، د څېړنو دا مېکانیزم باید د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي او د یوناما د ماموریت مهمه برخه وي.

بیان زیاتوي چې طالبانو په منظم ډول او په ښکاره څرګنده کړې چې، د خپلو کسانو له‌خوا د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د خپلواکو تحقیقاتو ترسره کولو ته لېوالتیا نه‌لري.

د بښنې د نړیوال سازمان په ګډون د بشري حقونو نړیوالو ډلو او هېوادونو د طالبانو له واکمنېدو په را وروسته موده کې په وار وار په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه اندېښنه ښودلې خو طالبان وايي چې، د افغانانو بشري حقونه د اسلام د اصولو پر اساس خوندي دي.