د طالبانو حکومت: تېرو ۴مياشتو کې له ايران څخه نږدې ۱۱زره کډوال راستانه شوي

له ايران ايستل شوي افغانان، ارشيف

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پرون (پنجشنبه) وویل، په تېرو ۴ ورځو کې له ایران څخه نږدې ۱۱ زره افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.

ایران په وروستیو کې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی دی خو طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنیدونکو وزارت په خبرپاڼه کې دې ته اشاره نه‌ده شوې چې، دا کډوال په خپله خوښه او که په زوره افغانستان ته راګرځول شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ۱۰ زره ۷۰۶ تنه افغان کډوال، چې ښځې او ماشومان هم په‌کې شامل دي، د هرات د اسلام کلا او د نیمروز د ورېښم پل له لاور افغانستان ته راستانه شوي دي.

د دغه وزارت د مالوماتو پر اساس، په تېرو ۶ میاشتو کې ۲۷۰ زره افغانان په خپله خوښه یا هم په جبري ډول له ایران څخه افغانستان ته راغلي دي.