پاکستان کې د يوې مياشتې موده کې د بريدونو پر مهال ۶۲کسان وژل شوي

ارشيف

د پاکستان د امنیت او جنګ د مطالعو انستیتیوت وايي، په تېره یوه میاشت کې په دغه هېواد کې د وسله‌والو مخالفانو په بریدونو کې لږ تر لږه ۶۲ تنه وژل شوي دي.

د دې انستیتیوت له شمېرو سره سم، د پاکستان د دولت وسله‌والو مخالفانو په یاده موده کې ۵۸ حملې کړي چې تر ټولو ستره یې د کراچۍ د پولیسو پر مرکزي دفتر و.

د دې انستیتیوت له معلوماتو سره سم، په دې حملو کې ۲۷ ملکیان، ۱۷ پوځیان او ۱۷ حمله کوونکي مخالفان وژل شوي دي.

همدا راز په تېره یوه میاشت کې په پاکستان کې ۱۳۴ تنه ټپیان شوي دي.

د پاکستان د امنیت او جنګ د مطالعو انستیتیوت دا هم ویلي چې، له ۲۰۱۵ را وروسته دا لومړی وار دی چې په پاکستان کې په یوه میاشت کې ۵۸ حملې کېږي.