د یوې خیریه ټولنې په مالي لګښت په کندهار کې د ۵۰ جوړو د واده یوځايي مراسم جوړ شول.
د سېلاب خيريه بنسټ مشر سیداحمد سېلاب، چې تر دې پخوا يې هم د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د دې ډول ودونو لګښت په غاړه اخیستی، وايي په دې توګه د بېوزلو کورنیو ملاتړ کوي.
ښاغلي سېلاب د واده د مراسمو پر مهال له سپین ږیرو او ملایانو وغوښتل چې د لوړ ولور مخه ونیسي او بېوزلو ځوانانو او پېغلو ته د واده شرایط برابر کړي.