د هند صدراعظم جي‌شل غونډې ته: د اوکراين د جګړې په اړه دې نړيوال توپيرونه ليرې شي

هند کې د جي‌شل هېوادونو غونډه

د هند صدراعظم نريندرا مودي د جي‌شل یا سترو اقتصاد لرونکو هېوادونو په غونډه کې د اوکراین د جګړې په اړه، د نړیوالو توپیرونو د لرې کېدو غوښتنه وکړه.

مودي چې د هند په پلازمېنه نوې ډیلي کې د جي‌شل د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې کوربه دی، نن یې په خپله پرانیستونکې وینا کې نیوکه وکړه چې نړیواله حکومتولي د ده په خبره ناکامه شوې ده.

هند غوښتل، دا وار په خپله مشرۍ د جي‌شل په غونډه کې د بې‌وزلۍ او چاپيریالي اقتصاد پر مسایلو بحث وشي خو پر اوکراین د روسیې یرغل تر دې دمه د غونډې پر اجنډا سیوری غوړولی.

د جي‌شل په غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم ګډون لري.

دوی له جولای راهیسې لومړی وار دی چې، په یوه غونډه کې ګډون کوي.