د برښنایي موټرو د تولید شرکت تسلا وایي، د تولید له نویو تخنیکونو او کوچینو فابریکو څخه په استفادې به د دغو موټرو د راتلونکی نسل لګښت نیمایي ته راټیټ کړي.
د تسلا اجرایوي رئیس ایلان ماسک او د دې شرکت د مدیره هیت نورو غړیو، پرون په تکزاس کې د دې شرکت د راتلونکې پانګهونې پر پلانونو خبرې وکړې.
د اسوشتیتید پريس د راپور لهمخې د تسلا د نویو موټرو لګښت به شاوخوا ۲۵ زره ډالرو ته راټیټ شي.
ډېر پانګهوال هیلهمن وو چې، د دغو موټرو د نوي نسل بڼې وویني خو ماسک وویل، دوی به ترهغه وخته پورې نه ښودل کېږي ترڅو له تولید شوي یوه مناسب موټر څخه پرده لیرې شوې نه وي.
تر دغې غونډې وروسته د نړۍ د اسهامو په مارکېټ کې د تسلا ونډې نږدې ۶ سلنه را ولوېدې.