ټاکل شوې نن هند کې د جي‌شل هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران غونډه وکړي

هند کې د جي‌شل هېوادونو غونډه

ټاکل شوې چې د سترو اقتصاد لرونکو هېوادونو یا جي‌شل د ډلې د بهرنیو چارو وزیران نن د هند په پلازمینه نوي ډیلي کې، د نړیوالو کړکېچونو پر راتلونکو حل‌لارو خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې پر اوکراین د روسیې پر پراخ یرغل څه باندې یو کال اوړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې اننالینا بایربوک تر غونډې مخکې غوښتنه وکړه چې، د روسیې د جګړې د غندنې لپاره باید واضح زیګنال واستول شي.

تمه ده چې، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف به هم په دې غونډه کې ګډون وکړي.

د لاوروف او د نورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترڅنګ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او د چین د بهرنیو چارو نوی وزیر چین ګانګ به د دې غونډې نور ګډونوال وي.

د هند په کوربه‌توب دغه غونډه به چې هدف یې د نړۍ د سترو اقتصاد لرونکو ترمنځ د یووالي رامنځته کول دي، تر ډېره په اوکراین کې د جګړې او له چین سره د کړکېچونو تر سیوري لاندې وي.