اوکرايني چارواکي: روسيې ته مو سږني ژمي کې لويه ماتې ورکړه

اوکرايني پوځيان

د اوکراین د بهرنیوچارو وزیر وايي، هېواد یې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ته د سږني ژمي په جګړو کې یوه بله لویه ماتې ورکړه.

دیمیتري کولېبا پرون پر ټویټر لیکلي، د روسیې له پرله‌پسې حملو سره سره چې تر ډېره د اوکراین ملکي وګړي او عامه تاسیسات په‌کې په نښه شوي دي، پوتین یوځل بیا سخته ماتې خوړلې ده.

کولیبا همداراز د اوکراین له متحدانو څخه مننه کړې چې، د ده له هېواد سره په څنګ کې درېدلي دي او د هغه ملاتړ یې کړی دی.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې داسې مهال کړې دي چې، په بخموت ښار کې لاهم درنې جګړې روانې دي.

اوکرایني پوځیان وايي، په دې ښار کې د روسیې د درنو حملو له څپې سره مخامخ دي خو د هغه دفاع یې کړې ده.