د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق له خپلې دندې استعفا کړې

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق له خپلې دندې څخه استعفا کړې ده.

ښاغلي صادق پرون د مارچ په لومړۍ نېټه پر خپل ټویټر په یوه بیان کې لیکلي چې، خپله استعفا یې حکومت ته وړاندې کړې ده.

هغه د خپلې دې پرېکړې علت شخصي مسایل بللي او لیکلي یې دي، غواړي پر مطالعه او خپل کورني ژوند تمرکز وکړي.

محمد صادق د ۲۰۲۰ کال په جون میاشت کې هغه مهال چې په افغانستان کې لا هم جمهوري نظام واکمن و، د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی و.

هغه د ۲۰۰۸ کال له ډسمبر څخه د ۲۰۱۴ کال تر اپرېل میاشتې پورې په کابل کې د پاکستان د سفیر په توګه هم کار کړی دی.