د اروپايي ټولنې يو پلاوي له طالب مشرانو سره ليدلي

د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي او د اروپايي ټولنې استازی توماس نېکلاسن، انځور - ارشيف

د طالبانو حکومت په کابل او کندهار کې له خپلو مشرانو سره د اروپايي ټولنې د یوه جګپوړي پلاوي د لیدنو کتنو خبر ورکوي.

د هغو خبرپاڼو له‌مخې چې بېګا خپرې شوې، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې جګپوړي استازي توماس نیکلاسن او په کابل کې د اروپايي ټولنې د پلاوي مشرې رافایلا ایودیس د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره کتلي او په کتنه کې ښاغلي متقي هغوی ته ویلي دي چې، اروپايي هېوادونه کولای شي په کابل کې خپل سفارتونه پرانیزي.

طالبان په داسې حال کې اروپايي پلاوي ته د هغوی د ډيپلوماتیکو ماموریتونو د امنیت ډاډ ورکوي چې، په کابل کې د روسیې او پاکستان سفارتونه او همدا راز په کابل کې د چینایانو یو هوټل په تېرو څه کم شپږو میاشتو کې د تروریستي حملو په ترڅ کې په نښه شوي دي.

په عین حال کې د کندهار والي دفتر په یوه بیان کې ویلي چې، ښاغلی نیکلاسن او مېرمن ایودیس کندهار ته تللي وو او هلته یې له مرستیال والي حیات الله مبارک او څو نورو چارواکو سره وکتل.

د بیان له‌مخې ښاغلي مبارک له دواړو اروپايي چارواکو وغوښتل چې، له افغانستان سره د روغتیا، له بې سرپرسته ماشومانو سره د مرستې، د کوکنارو پر ځای د بدیل کښت او د برښنا د بندونو د جوړولو په برخو کې همکاري وکړي.