رامزالاکبروف: تر اوسه د نړۍ ستر بشري بحران په افغانستان کې دی

يو شمېر بې‌وزله مېرمنې د مرستو په انتظار، ارشيف

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما مرستیال رامزالاکبروف وایي، تر اوسه د نړۍ ستر بشري بحران په افغانستان کې دی چې د دې هېواد ۲۸ ملیون وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره پر مرستو پورې تړلي دي.

یوناما بېګا په یوه ټویټ کې د ښاغلي الاکبروف له قوله ویلي، تر اوسه هیڅ هڅونکي پرمختګونه نه ترسترګو کېږي چې نجونې به بېرته ښوونځیو ته ستنې شي.

الاکبروف چې له کابل څخه د ویډیو کنفرانس له لارې یې په نیویارک کې د افغانستان د وروستیو پرمختګونو په اړه خبریالانو ته معلومات ورکول وویل، په تېرو اتلسو میاشتو کې په افغانستان کې د کورنیو نا خالصو تولیداتو اندازه تر۳۵ سلنه پورې کمه شوې، د اساسي خوراکي موادو بیې ۳۰ سلنه پورته تللي او د بې‌کارۍ کچه ۴۰ سلنې ته رسېدلې.

هغه زیاته کړې چې په اوس وخت کې د خلکو شاوخوا ۷۵ سلنه عاید پر خوراکي موادو مصرفيږي.

ملګرو ملتونو او شریکانو یې په روان کال کې د افغانستان له وګړو سره د مرستې لپاره د ۴،۶ ملیارډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.