يونان کې د دوو ريل‌ګاډو د ټکر له امله تر دېرشو ډېر کسان مړه شوي

ارشيف

د یونان لاریسا ښار ته نږدې تېره شپه د دوو ریل‌ګاډو د ټکر له امله تر دېرشو ډېر کسان مړه شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي.

لاریسا ښار د پلازمېنې اتن شمال ته په درې سوه اتیا کیلومترۍ کې پروت دی.

د یونان د اور وژنې د خدماتو ویاند واسیلس واتراکوګیانیس وویل، یو بار وړونکی ریل له یوه مسافر وړونکي ریل‌ګاډي سره ټکر شوی دی.

په دې پېښه کې د پنځه اتیا کسانو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوی دی او د راپورونو له‌مخې د ځینو ټپيانو روغتیایي وضعیت نازک دی.

د یوناني رسنیو په باور دا ټکر د دې هېواد په تاریخ کې د اورګاډو تر ټولو بد ټکر دی.