پاکستان کې يوې محکمې د عمران خان د نيولو امر کړی

عمران خان

په پاکستان کې یوې محکمې د دغه هېواد د پخواني صدراعظم عمران خان د نیولو امر وکړ.

عمران خان تورن شوی دی چې، د واکمنۍ پر مهال یې دولتي سوغاتونه په پټه پلورلي دي.

په اسلام اباد کې قاضي ظفر اقبال د سه‌شنبې په ورځ وویل، له عمران خان څخه یې څو ځله وغوښتل چې محکمې ته حاضر شي، خو ده سرغړونه وکړه نو اوس یې دا چانس هم له لاسه ورکړی دی چې په ضمانت خوشې شي.

د عمران خان مدافع وکیل د پنځو ورځو په مخه د محکمې د دې حکم د ځنډېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل، عمران خان د دوو نورو قضایانو په ارتباط محکمې ته حاضر شوی و، خو قاضي دا درخواست رد کړ.