د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین پرون سهشنبې هغه قانون توشیح کړ چې، له امریکا سره په نیوسټارټ تړون کې د مسکو غړیتوب ځنډوي.
د دغه تړون لهمخې دواړه هېوادونه مکلف دي چې پر اټومي سروکو د سمبالو وسلو شمېر له ۱۵۵۰ او د قاره ویشتونکو بالستیک توغندیو شمېر له اووه سوو زیات نهکړي.
پوتین تېره اوونۍ ملت ته په وینا اعلان کړه چې، غواړي په دغه تړون کې د روسیې غړیتوب وځنډوي.
د روسیې د پارلمان یا دوما دواړو جرګو تېره اوونۍ دغه قانوني مسوده تصویب کړې وه.