د اټومي انرژۍ د څارنې مشر ايران کې د ۸۴سلنه غني شويو يورانيمو د ذرو موندلو خبر ورکړی

د ايران اټومي پروګرام

د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ د څارنې ادارې مشر رافایل ګروسي پرون سه‌شنبې تایید کړه چې، د دې ادارې پلټونکو د ایران تر ځمکې لاندې په فوردو اټومي تاسیساتو کې د نږدې ۸۴ سلنه غني شویو یورانیمو ذرې موندلې دي.

ګروسي وویل، د موندل شویو خالصو غني شویو یورانیمو اندازه څه کم ۸۴ سلنه ده.

د یوه اټوم بم د جوړولو لپاره نوي سلنه خالصو غني شویو یورانیمو ته اړتیا ده.

دغه غني شوي یورانیم د دې ادارې څارونکو په تېره جنوري میاشت کې په فوردو تاسیساتو کې موندلي دي.

په دې سره داسې اندېښنې زیاتې شوي چې، ایران ښایي وکولای شي په لږ وخت کې له دغو یورانیمو څخه په استفادې اټوم بم جوړ کړي.