بلېنکن د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره ۲۵مليون ډالره مرسته اعلان کړې

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون سه‌شنبې ژمنه وکړه چې پر مسکو د مرکزي اسیا د هېوادونو د اتکا له کمولو سره به مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې پر اوکراین د روسیې له یرغل سره د کریملین د نفوذ په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.

بلېنکن د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې اعلان وکړ چې، پر هغو ۲۵ ملیون ډالرو مرستې سربېره چې په تېره سپټمبر میاشت کې یې اعلان کړی و، د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره به ۲۵ ملیون ډالره نوره مرسته هم وکړي ترڅو دا هېوادونه وکولای شي چې له روسیې لیرې، د سوداګرۍ متنوع لارې پیدا کړي.

بلېنکن د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په کتنه کې وویل، متحده ایالات د دوی د هېوادونو د ملي حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ کوي.

بلېنکن دغه راز وویل، که څه هم دی په دې اړه معلومات نه‌لري چې ایا روسیه له اوکراین څخه د جګړې د پراخولو نیت لري کنه، خو د ده په باور دغه یرغل وښوده چې دې ته اړتیا ده چې په مرکزي اسیا کې د مقاومت پیاوړې ټولنې رامنځته شي.