اوچا: افغانستان کې نږدې ۹مليون وګړي د زده‌کړو برخه کې ملاتړ ته اړتيا لري

ارشيف

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، په افغانستان کې نږدې نهه ملیون وګړي د زده‌کړې په برخه کې ملاتړ ته اړتیا لري.

اوچا پرون په یوه ټویټ کې ویلي، په روان ۲۰۲۳ کال کې درې ملیونه او یو لک کسانو ته لومړیتوب ورکړل شوی چې د زده‌کړې لپاره یې څه باندې ۲۱۵ ملیون ډالرو ته اړتیا ده.

اوچا ویلي، په کورنیو ټولګیو کې د زده‌کړې په دې بهیر کې نجونې هم شاملې دي.

اوچا په افغانستان کې د زده‌کړې په برخه کې د ملیونونو کسانو د ملاتړ اړتیا داسې مهال په ګوته کوي چې طالبانو په دې هېواد کې نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو منع کړي او هم یې نجونې او ښځې د تېرې ډ سمبر له میاشتې راهیسې له پوهنتونونو راګرځولې دي.

په داسې حال کې چې د نوي تعلیمي کال پیلېدو ته یوازې درې اوونۍ پاتې دي، طالبانو تر اوسه هیڅ داسې نښه نه‌ده ښودلې چې ایا د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې به د ټولو نجونو او ښځو پر مخ بېرته پرانیزي او کنه؟