د امریکا د بهرنیو چارو وزیر قزاقستان ته رسېدلی

د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن نن د قزاقستان پلازمېنې استانه ته ورسېد.

بلېنکن به په استانه کې د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره غونډه وکړي.

بلېنکن قزاقستان ته تر سفر مخکې په ټویټر کې لیکلي چې دی غواړي د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره همکارۍ پراخې کړي.

نن ناوخته به بیا بلېنکن ازبکستان ته ولاړ شي او ټاکل شوې ده چې د اسیا د دې سفر په ترڅ کې به په هند کې د جي شل یا د نړۍ د شلو سترو صنعتي هېوادونو په غونډه کې برخه واخلي.