سپینې ماڼۍ له حکومتي وسیلو د 'ټیک ټاک' اپلېکېشنونو د لرې کولو لارښونه کړې

د ټیک ټاک اپلېکېشن

سپینې ماڼۍ ټولو فدرالې ادارو ته لارښونه کړې چې تر یوې میاشتې پورې دې د ټیک ټاک اپلېکېشنونه له ټولو حکومتي وسیلو څخه لرې کړي.

ټیک ټاک د لنډو ویډیوګانو د جوړولو هغه مشهور اپلېکېشن دی چې مالکیت یې له چین سره دی.

د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د راپور له مخې د دغه کار هدف امنیتي اندېښنې دي.

د سپینې ماڼۍ اداري او بودجوي دفتر پرون دوشنبه ویلي، دغه اپلېکېشن حساسو حکومتي معلوماتو ته یو خطر دی.

د امریکا بهرنیو چارو، دفاع او کورنیو چارو وزارتونو لا له پخوا د ټیک ټاک کارونه محدوده کړې وه.