ګوټیرېش: پر اوکراین د روسیې یرغل د بشري حقونو د تر ټولو لویو سرغړونو لامل شوی

انټونیو ګوټیرېش د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۲ ناستې ته د وینا پرمهال

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۲ ناسته تر ډېره د اوکراین په جګړې او په کې د بشري حقونو په پراخو سرغړونو باندې متمرکزه وه.

دا ناسته د سویس په جینوا کې پرون پيل شوه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټیرېش وویل چې د روسیې د یرغل په یوه کال کې سل میلیونه کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

ګوټیرېش وویل پر اوکراین د روسیې یرغل د بشري حقونو د تر ټولو لویو سرغړونو لامل شوی.