د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د ادارې مشر تهران ته ځي

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د ادارې مشر رافایل ګروسي

ایران وايي چې د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د ادارې مشر رافایل ګروسي به په راروانو ورځو کې د ایران د یورانیمو د غني کولو د کچې په اړه د خبرو لپاره تهران ته سفر وکړي.

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې چې مرکز یې په ویانا کې دی، د روانې میاشتې په پیل کې ویلي و، چې د ایران په یوه اټومي بټۍ کې د دې ادارې د مفتشانو له خوا د ۸۴ سلنې په کچه د غني شویو یورانیمو د موندنې په اړه د بلومبرګ خپرونې د راپور له خپرېدو وروسته یې له تهران سره خبرې پیل کړي.

ایران دا پور رد کړی و.

د ایران د اټومي انرژۍ ادارې نن وویل چې ګروسي به د دې ادارې په بلنه په څو ورځو کې ایران ته سفر وکړي.