ايران: طالبانو ته د افغان سفارت سپارلو کې تهران دخيل نه‌دی

د ايران بيرغ

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، په تهران کې د افغانستان د سفارت د وضعیت په بدلون کې یې هیڅ راز رول نه‌دی لرلی.

مهر خبري اژانس د ایران د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې پر اساس ویلي: "په تهران کې د افغانستان د سفارت سپارل او انتقال د افغانستان کورنۍ مسله ده او د ایران د بهرنیو چارو وزارت په دې قضیه کې په هیڅ صورت مداخله نه‌ده کړې."

تر دې مخکې په تهران کې د افغانستان د سفارت ډیپلوماتانو ازادي راډیو ته ویلي و، چې د ایران د باندنیو چارو وزارت ورڅخه غوښتي چې سفارت طالبانو ته وسپاري خو دوی د سفارت وسایل او کیلي د ایران د بهرنیو چارو وزارت ته سپارلي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خپله خبرپاڼه کې وايي چې په تهران کې د افغانستان د سفارت نه کوم سند او نه وسایل ورسپارل شوي دي.