طالبانو کابل کې د داعش وسله‌والو پر يوه پټن‌ځای د عملياتو خبر ورکړی

ذبيح‌الله مجاهد

د طالبانو حکومت وايي، ځواکونو یې په کابل کې د داعش پر یوه پټن‌ځای د عملیاتو په ترڅ کې د دې ډلې دوه غړي وژلي او یو يې ژوندی نیولی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې، دا عملیات تېر ماښام د خیرخانې مېنې په ذاکرین ښارګوټي کې وشول.

ده همدا راز ادعا وکړه چې، د داعش دغو غړیو د ورانکارو فعالیتونو تابیا کړې وه.

د طالبانو حکومت وايي چې، داعش په افغانستان کې کوم ګواښ نه‌دی، خو په وروستيو مياشتو کې يې د کابل په بېلابېلو برخو کې د داعش وسله‌والو پر پټن‌ځايونو عمليات کړي دي.