د امريکا د استخباراتو ادارې مشر: پوتين پر خپل پوځ ډاډه دی

ولادمیر پوتین

د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې یا سي ایې اې رئیس ویلیم برنز وایي، د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د خپل پوځ پر وړتیاو ډېر ډاډه دی چې، اوکراین به ورته تسلیم شي.

هغه پرون یکشنبې په یوه ټلوېزیوني مرکه کې وویل، د روسیې د استخباراتو مشر ورسره د نومبر میاشتې په کتنه کې ډېر د خودخواهۍ اوغرور احساس له ځانه وښود چې، د ده په خبره هغه د پوتین د دې باور څرګندوی و چې ګواکې کولای شي اوکراینیان تسلیم او د اوکراین اروپایي متحدین مات کړي.

برنز دغه کتنه له مايوسۍ ډکه بللې.

د امریکا د سي ايي اې مشر دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې نن پر اوکراین د روسیې د غیرموجه یرغل یو کال او درې ورځې اوښتي خو روسیه تر اوسه په دغه جګړه کې ښکېله ده.