احدي: د افغانستان ازادې شوې شتمنۍ تر اوسه اويا مليون ډالره ګټه کړې

انورالحق احدي

په سویس کې د افغانستان د امانت صندوق یو غړی انوارالحق احدي وایي، د امریکا په مرکزي بانک کې د افغانستان بانک د کنګل شويو درې نیم ملیارډ ډالرو ازادېدو تر اوسه شاوخوا اویا ملیون ډالره ګټه کړې ده.

ښاغلي احدي بېګا ناوخته ازادي راډیو ته وویل، د دغو پیسو ګټه هغه مهال پیل شوه چې يادې پيسې شاوخوا یو کال مخکې د امریکا له مرکزي بانک څخه د امریکا د مالیې وزارت یوه ځانګړي حساب ته ولېږدول شوې او مخکې له دې چې د امانت دغه صندوق ته ولېږدول شوې هلته څو میاشتې وې اوګټه یې کوله.

نوموړي وويل: "هلته ګټه ۳۶ ملیون ډالره راغلله. او په دغو څلور، پنځو میاشتو کې چې دغه پیسې په دغه صندوق کې اېښودل شوي دي، په دې موده کې ۳۶ ملیون ډالره نوره ګټه پرې زیاته شوې ده. مجموعاً تقریباً دغه یوه کال کې دغو پیسو اویا ملیون ډالره ګټه کړې ده."

ښاغلي احدې له دې مخکې تېره اونۍ له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل، تر اوسه د دغه امانتي صندوق پیسې نه‌دي مصرف شوي او ګټه به یې لا زیاته شي.

د افغانستان د مرکزي بانک دغه شتمني د هغو ټولو اووه ملیارډ ډالرو شتمني نیمایي برخه وه چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د امریکا په بانکونو کې کنګل شوې او د تېر کال په فبرورۍ میاشت کې یې د امریکا ولسمشر جو بایدن نیمایي برخه ازاده او نیمایي نوره یې پر امریکا د سپټمبر د یولسمې د تروريستي بریدونو قربانیانو ته بیلې کړې.

خو تېره اوونۍ د نیویارک ایالت د یوې محکمې قاضي پرېکړه وکړه چې، د يادې پېښې قربانیان د دغو پیسو مستحق نه‌دي.

په پرېکړه کې راغلي چې، هغه د یوه داسې هېواد په مالي سیسټم پورې تړلي چې نه یې حکومت ترویستي نومول شوی او نه هم د تروریزم ملاتړی او که د طالبانو په خاطر د سپټمبر د یولسمې د پېښې قربانیان یې مستحق وپېژندل نو دابه دا معنا ولري چې متحده ایالات د طالبانو حکومت په رسمیت پېژني.