اسلام‌اباد کې سلګونه افغانانو امريکا کې د مېشتېدو پروګرام د ځنډېدو له امله لاريون وکړ

اسلام‌اباد کې هغه افغانان چې نورو هېوادونو کې د پناه اخيستو په موخه دغلته موقت مېشت دي، انځور - ارشيف

په سلګونو افغان پناه غوښتونکو پرون یکشبنې د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې، په متحدو ایالتونو کې د مېشتېدو پروګرام د ځنډېدو په وړاندې مظاهر وکړه.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دغه افغانان له خپل هېواده په دې خاطر وتلي چې، د دوی په خبره هلته یې ژوند په خطر کې و.

دوی له څه باندې یوه کال راهیسې په پاکستان کې دې ته منتظر دي چې، د امریکا د مهاجرت د ځانګړې پروګرام له‌مخې په متحدو ایالتونو کې د مېشتېدو مستحق وګڼل شي او هغه هېواد ته ولېږدول شي.

د مظاهرې یوه ګډونوال یو شعار لېږدواه چې په‌کې لیکل شوي و: "موږ د پي ۱ او پي ۲ کیسونو لرونکو، ستاسو متحدینو او همکارانو، د ډیموکراسۍ، بشري حقونو او د بیان د ازادۍ په پراختیا کې مهم رول لوبولی دی. موږ نن د ژوند په بدو ورځو کې ستاسو د ملاتړ او پیوستون غوښتنه کوو."

د امریکا د مهاجرت دغه ځانګړی پروګرام د خبریالانو او د بشري حقونو د فعالانو په ګډون د هغو کسانو لپاره جوړ شوی چې، ژوند یې په افغانستان کې په خطر کې دی.

د اسوشیتید پرس اژانس د راپور له‌مخې په متحدو ایالتونو کې د دغو افغانانو د مېشتېدو په اړه ځنډ دوی په پاکستان کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

ډېری دغه افغانان اقتصادي ستونزې لري، روغتیایي خدمتونو، زده‌کړې او ډېرو نورو خدمتونو ته لاس‌رسی نه‌لري.