روسیې د دروژبا پایپ لاین له لارې پولنډ ته د تېلو صادرات بند کړي

ارشیف

پولنډ وايي، روسیې د دروژبا پایپ لاین له لارې دغه هېواد ته د تېلو صادرات بند کړي دي.

د پولنډ د پي کې این اورلین تېلو چڼ اجرایوي رییس ډینیل اوبایټیک د شنبې په ورځ د فبروري ۲۵مه په ټویټر کې لیکلي چې دا شرکت به د دې خلا د ډکولو لپاره بدیلې سرچینې وکاروي.

د اوبایټیک په وینا، د پولنډ د اومه تیلو یوازې لس فیصده له روسیې څخه راځي.

د 'دروژبا' پایپ لاین له لارې د روسیې د تېلو بندول یوه ورځ وروسته له هغې رامنځته شول چې اوکراین ته د پولنډ له لوري د لیوپارډ ټانکونه وسپارل شول.

پر اوکراین د مسکو له برید وروسته او د اروپايي ټولنې د بندیزونو له لګولو مخکې د پولنډ اورلن شرکت له روسیې څخه د سمندر له لارې د تېلو او سونګ موادو پېرل بند کړي وو.