جي شل د مالیې وزیرانو پر اوکراین د روسیې یرغل وغانده

په بنګلور کې د جي شل د مالیې وزیرانو د غونډې انځور

د نړۍ د شلو لویو صنعتي هېوادونو د ډلې یا جي شل د مالیې وزیرانو نن په خپله غونډه کې پر اوکراین د روسیې یرغل وغانده، خو یوازې چین او روسیې د غونډې د ګډې اعلامیې له لاسلیکولو ډډه وکړه.

هند چې د جي شل ډلې د مشر په توګه په بنګلور ښار کې د دې غونډې کوربه و، په دې غونډه کې د اوکراین د جګړې د موضوع د رابرسېره کولو په برخه کې زړه نازړه و، خو لوېدیځو هېوادونو ټینګار وکړ چې که په اعلامیه کې روسیه پر اوکراین د برید په خاطر ونه غندل شي، نو د غونډې د نورو نتایج ملاتړ به ونه کړي.

د جي شل په غونډه کې د نظر د یووالي نشتوالی د دې باعث شو چې هند د کوربه په توګه د دې دوه ورځنۍ غونډې یو لنډیز برابر کړ او په هغه کې یې د دې اختلاف یادونه وکړه.