د 'خالد حسیني' د یوه ناول په اساس جوړه شوې اوپرا نندارې ته وړاندې کېږي

افغان لیکوال خالد حسیني

تمه ده چې د افغان لیکوال خالد حسیني د یوه ناول په اساس جوړه شوې اوپرا نن ماښام د امریکا په سیاټل ښار کې نندارې ته وړاندې شي.

دا ډرامه چې د زر پرتمین لمرونه په نوم د حسیني د مشهور ناول په اساس چمتو شوې، د مریم او لیلا په نوم د دوو افغان ښځو د ژوند کیسه ده چې د عمر توپیر یې شل کاله دی او جریان یې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ په ګډون ټول په افغانستان کې پېښېږي.

د دې اوپرا سټیج ډایرکټره افغان فلم جوړوونکې رویا سادات ده.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو په راوروسته موده کې دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د ښځو تراژيدي پر نړیوال سټېج نندارې ته وړاندې کېږي.