لندن کې د افغان او اوکرایني پناه غوښتونکو لپاره د استوګنې ۶۰۰ کورونه جوړېږي

د لندن ښاروال صادق خان

د لندن ښاروال صادق خان په دغه ښار کې د افغان او اوکرایني پناه غوښتونکو لپاره د استوګنې د ۶۰۰ کورونو د جوړولو خبر ورکړ.

راپورونه وايي، دغه پروګرام به د ۲۰۲۴م کال د مارچ تر ۳۱مې نېټې دوام کوي.

صادق خان پرون جمعه د فبرورۍ ۲۴مه وویل چې د پناه غوښتونکو د کورونو پروګرام د افغانانو او اوکراینیانو لپاره دي چې د بحرانونو له کبله له خپلو هېوادونو وتلي او اوس په لندن کې اوسي.

د لندن ښاروال ټینګار وکړ چې زیات پناه غوښتونکي په داسې موقتو کورونو کې اوسي چې د استفادې وړ نه دي.

د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې درې اوونۍ مخکې راپور ورکړی و چې دا مهال په بریتانیا کې شاوخوا ۹۰۰۰ افغانان له خپل هېواده تر لېږدولو ۱۸ میاشتې وروسته هم په لنډمهاله کورونو کې شپې ورځې سبا کوي.