په کلفورنیا کې د افغان انځورګرانو او لیکوالانو نندارتون پرانیستل شوی

ارشیف

د امریکا د متحدو ایالتونو د کلفورنیا ایالت په پوهنتون کې د افغان انځورګرانو او لیکوالانو یو نندارتون پرانیستل شوی دی.

په دغه نندارتون کې د پنځوسو افغانانو اثار چې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیاټینګولو وروسته کښل شوي یا لیکل شوي، نندارې ته ایښودل شوي دي.

په دغو اثارو کې د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې له پنځلسمې وروسته د خلکو بېوزلي انځور شوې، په ځانګړي ډول بېکاري، راتلونکې ته هیله نه لرل او وېره.

دغه نندارتون به د مارچ میاشتې تر ۲۱مې پرانیستی وي.