سپینه ماڼۍ: روسیه ایران ته د جنګي جېټ الوتکو پر لېږلو غور کوي

یوه روسۍ جېټ الوتکه

سپینه ماڼۍ وايي، روسیه پر دې غور کوي چې ایران ته د پوځي همکارۍ د پراختیا په لړ کې جنګي جېټ الوتکې ولېږي.

تر دې مخکې راپورونه ورکړل شوي وو چې تهران مسکو ته په زیاته پیمانه پوځي تجهیزات ورکړي چې پر اوکراین د یرغل پر مهال یې وکاروي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي پرون خبریالانو ته وویل: "زموږ په باور روسیه ښايي له ایران سره بېساري پوځي همکاري وکړي، چې په هغو کې به میزاییل، برېښنايي او د هوايي مدافع سیسټمونه شامل وي."

جان کربي وویل چې مسکو ښايي تهران ته جنګي جېټ الوتکې هم ورکړي.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند وویل: "ایران چې د لوېدیځ د بندیزونو له کبله سخت منزوي شوی، غواړي د روسیې په مرسته خپل پوځ پیاوړی کړي او په بدل کې روسیې ته پوځي تجهیزات ورکوي چې د اوکراین په جګړه کې کارول کېږي."