امريکا د ګوانتانامو زندان دوه نور بنديان پاکستان ته سپارلي

د ګوانتانامو زندان بنديان، ارشيف

متحدوایالاتو د ګوانتانامو زندان دوه نور بندیان پاکستان ته سپارلي.

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون پرون په یوه بیان کې وویل، د عبدالرباني او محمدرباني په نوم دا دوه وروڼه په ۲۰۰۲ کال کې نیول شوي وو.

د پنټاګون د معلوماتو له‌مخې عبدالرباني له القاعده شبکې سره د همکارۍ او ورور یې د دې ډلې یو مهم مهم مشر ته د مالي او سفري امکاناتو د برابرولو په تور نیول شوي وو.

د بیان له‌مخې د دې کسانو له سپارلو سره په ګوانتانامو زندان کې د پاتې بندیانو ټول شمېر ۳۲ ته راټیټ شو چې اتلس تنه نور یې هم د سپارلو وړ دي.