الکوزی: د تورخم دروازې بندېدو سوداګري اغېزمنه کړې

خان جان الکوزی

د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د تورخم د بندېدو له کبله افغان سوداګرو ته د ورځې تر لس میلیونه افغان تاوان رسیږي.

د دې خونې مرستیال خان جان الکوزي ازادي راډيو سره په یوه مرکه کې وویل: "د بندرونو په درېدلو دوه قسمه زیان موږ ته اوړي. مال مو ایسار پاتې وي ډیمرج راځي موږ باندې. مال مو ناوخته مارکېټ ته رسیږي. بل مال مو خرابیږي. د تورخم د بندېدو له کبله زه فکر کوم دواړو خواو ته د ورځې لس میلیونه افغانۍ تاوان رسیږي."

ښاغلی الکوزی وايي، سوداګر هیله‌من دي چې، د تورخم دروازه بېرته پرانیستل شي.

هغه اندېښنه ښيي چې، د اوسنۍ وضعيت دوام به نه یوازې سوداګر بلکې پر خلکو هم مستقیم اغېز وکړي او بیې به لوړې لاړې شي.

د تورخم دروازه د طالب ځواکونو او پاکستاني ملېشو تر نښتو وروسته شاوخوا پنځه ورځې مخکې تړل شوې او پرون که څه هم طالبانو پرانیستې وه خو د پاکستان لوري بېرته وتړله.