د جي۷ هېوادونو وزيرانو روسيه باندې پر نويو بنديزونو خبرې کړي

د جي۷ هېوادونو استازي، ارشيف

په داسې حال کې چې نن په اوکراین باندې د روسیې د یرغل یو کال پوره کېږي، د جي-۷ هېوادونو وزیرانو پرون پنجشنبه په مسکو باندې په نویو بندیزونو خبرې وکړې.

د جي-۷ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د هند په بنګلور ښار کې په غونډه کې په مسکو باندې د نویو بندیزونو او له اوکراین سره د نویو مرستو په اړه خبرې وکړې.

د امریکا د متحدو ایالتونو یوه جګپوړي مقام وویل، هغوی او متحدان یې پلان لري چې په روسیې باندې «د نویو بندیزونو لویه لړۍ» پيل او اعلان کړي، خو وخت یې معلوم نه‌دی.

د امریکا د خزانې وزیرې جانیت یلین د جي-۷ غونډې ته وویل، په تېر یو کال کې لګول شویو بندیزونو روسیه ډېره بده ځپلې ده.