قزاقستان کې د يوې هليکوپټرې د غورځېدو پېښه کې ۴ کسان مړه شوي دي

ارشيف

د قزاقستان د هوايي چلن کمېټه وايي، د دغه هېواد په لوېدیځ کې د یوې ایم آی ۸ هليکوپټر د لوېدو په پېښه کې ۴ تنه مړه شوي دي.

دې کمېټې پرون (پنجشنبه) وویل، د دې پېښې له کبله دوو ټپیانو وروسته په روغتون کې سا ورکړه.

دا څرخکه جاپورینو کلي ته نږدې د کاز ترانس اویل (KazTransOil) د انرژۍ شرکت د پایپ لاین د تفتیش په ترڅ کې ولوېده.