تخار کې د طالبانو پر موټر چاودنه شوې

د تخار د مرکز تالقانو په مرکزي چوک کې نن ماښام د طالبانو پر یوه پوځي موټر باندې چاودنه شوې ده.

په تخار کې د طالبانو رسمي سرچینو په دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو د سیمې اوسېدونکو ازادي راډیو ته ویلي، چاودنه د سړک غاړې د خښ شوي ماین له کبله شوې ده.

د سیمې اوسیدونکو زموږ خبریال ته ویلي، لږ تر لږه لسو کسانو ته په دې چاودنه کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

سم‌لاسي د چاودنې مسولیت کومې ډلې نه‌دی منلی.