د مالديپ هېواد په کوربهتوپ د څلورو هېوادونو ترمنځ په پیل شویو سیالیو کې د افغانستان والیبال ملي لوبډلې وکړای شول چې (۳ـ۱) سینګارپور هېواد ته ماتې ورکړي.
دغه سیالي چې، نن د فبرورۍ ۲۳مه د مالدیپ په مالي ښار کې ترسره شوه، د افغانستان ملي لوبډلې د لوبې اول، دویم او څلور میدان وګاټه او سینګاپور یوازې په درېیم میدان کې بریا وګټله.
د والیبال په دې سیالیو کې چې د څلورو ملتونو جام په نوم نومول شوي دي، پر افغانستان سربېره سینګاپور، مالیزیا او مالدیپ ګډون لري.
د ویلو ده چې افغانستان به خپلې راتلونکې لوبې له مالیزیا او مالدیپ سره ترسره کړي.