د نړيوالو کړکېچونو ډله: پر ښځو محدوديت او د مرستو بندېدل به افغانستان لا بحراني کړي

ارشيف

د نړیوالو کړکېچونو ډلې، ICG خبرداری ورکړی چې د طالبانو له‌خوا د ښځو پر حقونو محدودیتونه او په غبرګون کې یې د نړیوالو مرستو ناڅاپه بندېدل به د افغانستان وضعیت لا پسې خراب کړي.

دغې ډلې نن پنجشنبې په یوه نوي راپور کې ویلي چې، د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د خپل شخصي باور له‌مخې او د خپل واک د ثابتولو لپاره نجونې او ښځې له زده‌کړې او کار کولو راګرځولي دي.

په تېره ډسمبر میاشت کې د طالبانو له لوري په غیر دولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار بندیز ډېرې مؤسسې دې ته اړې کړي چې، په افغانستان کې خپل فعالیتونه بشپړ یا یې ځینې برخې ودروي.

د جرمني د خبري اژانس د راپور له‌مخې ICG په دغه راپور کې ویلي، پر طالبانو اقتصادي فشارونه به اغېزمن نه‌وي ځکه هغه یوازې په دې هېواد کې کړاونه، په تېره د ښځو په برخه کې زياتوي.

د نړیوالو کړکېچونو ډله په دې باور ده، د ستونزې حل لاره دا ده چې د افغانستان په مهمو بنسټیزو تاسیساتو باندې پانګونه وشي ځکه په اوس وخت کې د طالبانو بدیل نه‌شته.

دغه راز ویل شوي چې اوس په دې هېواد کې پانګونه ارزانه ځکه ده چې جګړه درېدلې، فساد کم شوی او په همدې خاطر پراختیایي پروژې دومره ګرانې نه پرېوځي.

یو شمېر قراردادیانو له ICG سره په خبرو کې ویلي چې، اوس د بندونو پر جوړولو، د سړکونو په پخولو او د برښنا مزو پر غځولو د له ۲۰۲۱ کال مخکې په پرتله له نیمایي کم لګښت راځي ځکه هغه مهال جګړې امنیتي لګښتونه زیات کړي و او هم بډې اخیستل ډېر دود و.